IQNA

د کربلا د قرآن د  نړیوالو سیالیو په جایزې کی د ایران د استازو بریالیتوب

13:32 - June 11, 2026
د خبر لمبر: 3492894
ایکنا- د ایران استازو د کربلا د قرآن د جایزې په نړیوالو  سیالیو کې په بېلابېلو برخو کې غوره مقامونه ترلاسه کړل.

د ایکنا د راپور له مخې، د کربلا د  قرآنی سیالیو جایزې د پنځمې پړاؤ  سیالیو د پای مراسم د چهارشنبې په ماښام، د غبرګولي (جوزا) د ۲۰ نېټې په ورځ، د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شو. په دغو مراسمو کې د ایران ټول اووه استازي وتوانېدل چې مقامونه ترلاسه کړي.

د پایلو له مخې، د قرآن کریم د بشپړ حفظ په برخه کې محمد لائیني لومړی مقام خپل کړ او امیرحسین عطارزاده درېیم مقام وګاټه.

همدارنګه د تحقیقي قرائت په برخه کې امید حسيني‌نژاد دویم مقام او یوسف جعفرزاده څلورم مقام ترلاسه کړ.

د زلمیانو  په برخه کې هم عسګرنژاد، نجفي او حسین‌زاده په ترتیب سره درېیم، څلورم او پنځم مقامونه ترلاسه کړل.

د کربلا د  قرآن د سیالی  د جایزې د  قرآن د تلاوت او حفظ  پنځمه نړیواله مرحله د غبرګولي له ۱۶  نېټې څخه د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې پیل شوې وه او د غوره ګډونوالو د ستاینې او د اختتامیې د مراسمو په ترسره کېدو سره پای ته ورسېده.

په دغو سیالیو کې د ۳۰ عربي او اسلامي هېوادونو استازو ګډون کړی و. د ایران له لوري هم اووه استازي حاضر وو چې دوه تنه د تحقیقي قرائت په برخه کې، دوه تنه د بشپړ حفظ په برخه کې او درې تنه د تنکیو زلمیانو په څانګې کې سیالي کوله.

موفقیت نمایندگان ایران در مسابقات قرآن جایزه کربلا

https://iqna.ir/fa/news/4357558

captcha